د امريکا فيډرال قاضي اميټ ميحتا د اګېست په ۵مه نېټه حکم وکړی، چې ګوګل شرکت د انټرنيټي لټون په مارکيټ کې د انحصار له امله له قانون څخه سرغړونه کړې. دغه حکم د لويو ساينسي او ټېکنالوژيکي تصديو د انحصارولو پر ضد د امريکايي حکومت د يو شمېر دعوا کوونکو لپاره لومړی برياليتوب بلل کيږي.
نوموړي قاضي دې ته اشاره کړې، چې ګوګل په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۶ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په لګولو هغه چاره تامين کړې، چې د ګرځنده ټيلېفونونو توليدي کمپنيو په خپلو نویو جوړ شویو ګرځنده ټيلېفونونو موبایلفونونو کې د انټرنيټي لټون لپاره د لومړي انتخاب په توګه ګوګل نصب کړی دی.