د چين د ولايتي کچې تر نيمايي ډيرو سيمو د کورنيو ناخالصو توليداتو لوړه وده تجربه کړې ده
CMG2024/08/06 15:23:34
شريکول:

د چين د ولايتي کچې سيمو نيمايي هغه د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې د ناخالصو کورنيو توليداتو تر پنځه سلنې ډېره وده لري.

د چين ۳۱ ولايتونو، سيمو او ښارواليو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې د خپلو ناخالصو کورنيو توليداتو د ودې ارقام خپاره کړي چې ۱۶ هغو یې تر پنځې سلنې ملي اوسط ډيره وده تجربه کړې ده.

د داخلي منګوليا کورواکې سیمه د ناخالصو کورنيو توليداتو د ودې له پلوه تر ټولو مخکښه ده او د کورنيو ناخالصو توليداتو ۶.۲ سلنه وده یې درلودلې ده.

ورپسې بیا د شيځانګ سیمه او څونګ چینګ ښار دی چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې یې کورنيو ناخالصو توليداتو ۶.۱ سلنه وده کړې ده.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د ولايتي کچې ۱۳ سيمو په ټوليز ډول تر ۲۸۰ ټريليونو يوانو ډير اقتصادي توليدات درلودل چې ګوانګ دونګ، جيانګ سو او شان دونګ ولایتونو پکې تر ټولو ډيره ونډه درلوده.

پر دې سربېره په ټول هېواد کې د لوړې کچې ورخلاصون هم د پراخېدو په حال کې دی.

په ځانګړي ډول، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين لويديځې سيمې د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د لوړې ودې ريکارډ ټينګ کړ. په دې سيمه کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱.۹۳ ټريليونو يوانو ته رسېدلی چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۱۰.۲ سلنه وده ښيي.

په همدې حال کې، د های نان ولايت او د کمربند او لارې وړانديز د ګډونوالو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰.۲ سلنه وده کړې ده.

کليدي اقتصادي زونونه لکه د بېجينګ – تيان جين – هه بې سيمې، د يانګځه سيند دلتا او ګوانګ دونګ – هانکانګ -  مکاو د مساحت له پلوه پراخ شوي او د ملي اقتصادي ودې سبب شوي دي. ياد زونونه د چين د ناخالصو کورنيو توليداتو تر ۴۰ سلنه ډيره برخه جوړوي.

يادې سيمې د نويو باکيفيته توليدي ځواکونو په رامنځته کولو او انکشاف کې هم د پام وړ ونډه لري.

د بيولوژيکي درملو، مصنوعي ځيرکتيا، د نوې انرژۍ موټرو او الکترونيکي وسايلو صنعتونو حيرانوونکې ونده کړې ده.

د نويو باکيفيته توليدي ځواکونو د رامنځته کولو پر اهميت د هېواد د لوړ رتبه اقتصادي پلان جوړوونکي له لوري لا ډير ټينګار شوی دی.