ایرنا خبري آژانس د اګيست په ۵مې نېټه خبر ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان په همدې ورځ په پلازمېنه تهران کې د روسيې د فيډ رالي امنيت شورا له سکرتر سيرګي شويګو سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په اړه غږېدلي.
مسعود پزشکیان په ياده لیدنه کې ويلي، روسيه د ايران ستراتيژيکه همکاره ده او له روسيې سره د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پراخول د ایران د بهرنۍ پالیسۍ یو لومړیتوب دی.
هغه زياته کړې، چې په سیمه ييزو او نړيوالو چارو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ډېرې مهمې دي. د دې تر څنګ، د څواړخيزې نړۍ د ابادۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ هم د نړیوالې سولې او امنيت لپاره ګټورې دي.