د افغانستان چارواکي د اګست په ۵مه نېټه ويلي، د دې هېواد په زابل ولايت کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او له امله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي، يو تن ټپي شوی او ۳ کسان ورک دي.
د زابل د پوليسو وياند ويلي، چې سيلابونو ځايي وګړو ته سخت اقتصادي زيان هم رسولی او له امله يې ډېر کورونه او زراعتي ځمکې ويجاړې شوې دي.
د سږ کال د مارچ له درېمیې لسیزې راهيسې، د افغانستان په مختلفو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او له امله يې څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.