امريکا له ټاکلي وخت مخکې له نايجر څخه خپل پوځيان ايستلي
CMG2024/08/06 15:48:55
شريکول:

د نايجر ځواکونو د اګست په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوی ځواکونه په همدې ورځ د نايجر په شمال اګادز کې خپله هوايي اډه تړلې. دا له نايجر څخه د امريکايي پوځونو د بشپړ وتلو يوه نښه ده.

په دغه اعلاميه کې راغلي، په همدې ورځ په اګادز کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د پوځي اډې د بندولو مراسم تر سره شول او د نايجر او امريکا پوځي چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

امريکايي پوځ له ۲۰۱۳م کال څخه په نايجر کې د ځواکونو ځای پر ځای کول پيل کړل. د نايجر لنډمهالي حکومت د سږ کال په مارچ کې اعلان وکړ، دوی له امريکا سره  پوځي تړون لغوه کوي او امريکايي پوځ به د راتلونکی سپتمبر له ۱۵مې نېټې مخکې په بشپړه توګه له نايجر څخه خپل عسکر وباسي.