شي جين پينګ د هنري او طبيعي ميراثونو د ساتنې او پرمختګ لپاره لارښوونکې وکړې
CMG2024/08/06 15:47:42
شريکول:

د چين  کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د هنري او طبيعي ميراثونو د ساتنې او پرمختګ د چارو په اړه وويل، چې د بېجينګ د مرکزي‌ محور نومې سیمه، د بدان جلین نومې صحرا او په ژېړ سمندرګي کې د مهاجرو مرغانو استوګنځی ( دوهمه برخه) په بريالۍ توګه د مشهورو نړيوالو ميراثونو په نوملړ کې شامل شوي. موږ باید د دې فرصت په کارولو سره د هنري او طبيعي ميراثونو ټوليزه او سیسټماټيکه ساتنه پياوړې کړو، او د چيني ملت کلتوري او طبيعي خزانې  ښه وساتو.