څلورو هېوادونو فکري مرکزونو په ګډه پر چين د لوېديځ د بې اساسه بريدونو پر ضد راپور خپور کړی
CMG2024/08/06 15:15:14
شريکول:

(( د نوې زمانې لپاره د چين د هراړخيزو اصلاحاتو د ژورتيا او د لوړې کچې  ورخلاصون او د ۲۰۲۹م او ۲۰۳۵م کال د راتلونکو تصویرونو )) څېړنيز راپور، چې د چين، روسيې، کاناډا او هند د فکري مرکزونو د همکارۍ له خوا جوړ شوی، د اګست په ۵مه نېټه خپور شوی. دغه راپور نړيوالې ټولنې ته د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې مهم معلومات ورپېژندلي او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا په برخه کې يې د چين ټينګ هوډ روښانه کړی.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې د چين  کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د بېوزلۍ، تړل کېدو، ککړتيا، فساد،  تسلط او بحران د مخنيوي په برخو کې د اصلاحاتو ګڼ شمېر اقدامات غوره کړي او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

دغه راپور دې ته اشاره کړې، چې که څه هم چين اوس د اصلاحاتو له ځينو ستونزو سره مخ دی، خو د همدغه حالت پر وړاندې پر اصلاحاتو او ورخلاصتون ټينګار لا اړين دی. دغه رايور تر ۲۰۲۹م او ۲۰۳۵م کال پورې د اقتصاد، ډيموکراسۍ ، کلتور، د خلکو د ژوند، چاپيريال، ملي امنيت او د پرمختګ د ګامونو په برخو کې يې د چين د برياليتوبونو اټکل هم کړی.