امريکا په اولمپيک لوبو کې سياسي لاسوهنه کړې
CMG2024/08/06 14:58:41
شريکول:

د چين د لامبو وهلو ښځينه لوبغاړه جانګ يو فې په خپل سپورټي ژوند کې دوه ځله نړيواله اتله شوه، خو سره له دې چې د پاريس په اولمپيک لوبو کې اتله نه شوه او په دغو لوبو کې د سلو مترو د  پټنګ لامبو وهلو په سيالۍ کې يې درېيم مقام ګټلی، د چين د لامبو وهلو مينه والو  لا هم دې ته توده مبارکي وویله او احترام ورته وړاندې کړ . دا چې دې برونزي مډال په داسې حال کې ترلاسه شو چې د امريکا په مشرۍ لويديځو هېوادونو د چیني لوبغاړو د بدنامولو هڅه کوله او د ډوپينګ ډېرې ازموینې يې ترسره کړې، حتی د جنايي پيښې د پلټنې په حال کې هغه خبر افشا شوی چې د امريکا د عدليې وزارت د چين د لامبو وهلو پر نږدې شلو غښتلو لوبغاړو يې د ډوپینګ په اړه بې ځایونه تور لګولی.

کله چې د چين د لامبو وهلو لوبغاړي  پان جان له د نارينه د سلو مترو د ازاد لامبو  په سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ، د امريکا په مشرۍ لويديځ هېوادونه لا هم پر چيني لوبغاړو تورونه لګوي. د اولمپيک نړيوالې کمېټې وياند مارک ادامس د اګست په ۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د چين د لامبو وهلو ټيم د پاريس په اولمپيک لوبو کې د ډوپينګ تر ټولو زیاتې ارموزينې منلې دي. د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې دغه ټيم د ډوپينګ د څه باندې ۶۰۰ ځلو ازموينې تر سره کړې، چې د دوی لپاره څارنې او ازموینې هراړخیزې دي.

د لمبو وهلو نړيوالې ګډې ټولنې تيره اونۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ويلي، چې د ډوپینګ ضد د نورو ډلو د ازموينو په شمول په پاريس کې د لامبو وهلو لوبغاړو په منځني ډول د ۳ يا ۴ ځلو لپاره د ډوپينګ ازموينې منلې دي، په داسې حال کې چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه راپدې خوا د چين د لامبو وهلو لوبغاړو په منځني ډول د ۲۱ځلو لپاره د ډوپینګ ازموينې منلې دي، چې دغه شمير د امريکا د ۶ ځلو او د استراليا د ۴ ځلو په نسبت ډېر زيات دی. ګن شمېر لوېديځو خبري رسنيو دا درک کړې چې، د پاريس له اولمپيک لوبو مخکې د چين د لامبو وهلو غښتلي لوبغاړي د ډوپینګ ازموينې د کارکوونکو هدف ګرځيدلي و، چې د دوی دغه ازموینې د بل هر هېواد په پر تله زياتې وې.

د لامبو وهلو پر چيني لوبغاړو د ډوپینګ د ټولو ازموينو نتيجې دا ښيي چې دوی هېڅکله ډوپینګ نه دی کړی. دغه نتيجه د ان بي اې (NBA) د پخواني لوبغاړي  او  د اولمپيک نړيوالې کمېټې د غړي مارک ګاسول (Marc Gasol) لخوا ثبت شوې ده. هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين د لامبو وهلو لوبغاړو د نورو هېوادونو د لوبغاړو په پرتله دوه يا درې  چنډه  یادې ازموينې تر سره کړې  چې  په مختلفو وختونو کې ترسره شوې، په دې سره د دوی په عادي تمرينونو کې لاسوهنه  شوې . موږ غواړو نورو لوبغاړو ته دا ثبته کړو، چې دا ادعا ناسمه وه چې پر چیني لوبغاړو پسې دوپینګ وتړي

ده ویلي چې د چين د لامبو وهلو ۲۳ تنه لوبغاړو په ۲۰۲۱م کال کې د ډوپينګ ازموينې په وخت کې د ټري ميتازيډين (Trimetazidine,TMZ) نتیجې مثبتې وې خو بل خوا بیا د ډوپينګ ضد نړیوالې څانګې اعتراف کړی چې د دوی پلټنو ثابته کړې چې د دې نتیجې د مثبتوب کېدو لامل په هوټل کې د ککړو خوړو له امله دی، نه د ډوپينګ کارولو له امله.

امريکا د پاریس اولمپيک لوبو له پيله مخکې بيا دغه موضوع راپورته کړې، چې د ډوپینګ ضد نړيوالې څانګې لخوا يې سخت مخالفت شوی دی.

 دغې څانګې د امريکا پر اړوندو راپورونو نيوکه کړې، چې دا په پوره توګه غلطې لارښوونې او تورونه دي.

بر سيره پر دې، د امريکا «د ګريګوري روډچينکوف(Grigory Rodchenkov) د ډوپینګ ضد قانون» چې په ۲۰۲۰م کال نافذ شوی، هم د اولمپيک نړيوالې کمېټې او د ډوپینګ ضد د نړيوالې څانګې د ناخوښۍ او مخالفت لامل شو. د دغه قانون له مخې، امريکا په نړيوالو سپورټي لوبو کې د ډوپینګ کارولو چارو لپاره په نورو هېوادونو کې د جنايي پيښو د اداره کولو حق لري، چې د نړيوالو سپورټي لوبو سپيڅليتوب او د عدالت تامین ته يې سخت زیان رسولی او د سپورټي ټولنو او پر دغه قانون د نړيوالو افکارو لخوا پراخې نيوکې شوې. د اولمپيک نړيوالې کمېټې او د ډوپینګ ضد نړيوالې څانګې په دې نظر دي، چې دغه قانون د ډوپینګ کارولو په اصولي چارو کې امريکا ته له معيار څخه زيات واک ورکړی دی.