د منځني ختيځ چارو په اړه د چين او سويس ځانګړو استازو ټيلېفوني خبرې وکړې
CMG2024/08/06 15:44:47
شريکول:

د منځني ختيځ چارو په اړه د چين ځانګړي استازي جای جون د اګست په ۵مه نېټه له خپل سویسي سيال برورهارټ سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

برورهارټ په خپلو خبرو کې په دې مناسبت چين ته مبارکي وويله او د چين د هڅو ستاينه يې وکړه، چې د چين په منځګړيتوب د فلسطين ۱۴ ډلو په چين کې د داخلي جوړجاړي او پخلاينې خبرې اترې کړې او (( د بېلتون د پای ته رسېدو او د فلسطين ملي يووالي د پياوړتيا په اړه يې د بېجينګ اعلاميه )) لاسليک کړې ده. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې سويس د فلسطين د داخلي روغې جوړې په چارو کې چين ته ورته دريځ لري او د دې مسئلې په اړه له چين سره دوامدار ارتباط غواړي.

جای جون نوموړي ته په بېجينګ کې د فلسطين د بېلا بېلو ډلو د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل او زياته یې کړه، چې چين د دوو هېوادونو پلان د پوره کولو لپاره د سويس هڅې ستایي او غواړي له سويس سره د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي.