چين پر نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې سوډان کې د بشري ناورين په کمولو کې مرسته وکړي
CMG2024/08/07 11:04:59
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي دای بينګ د اګست په ۶مه نېټه د امنيت شورا د سوډان د بشري مسئلې په هکله يوه پرانيستې غونډه کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد په سوډان کې بشري ناورينونو ته پاملرنه زياته کړي او کړې ژمنې پوره کړي او په دغه هېواد کې د بشري بحران په کمولو کې واقعي مرسته وکړي.

دای بينګ وويل، چې چين د ملګرو ملتونو په اړوند راپور کې په سوډان کې د بشري حالاتو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بحران ته زیاته پاملرنه کوي. نړيواله ټولنه بايد نه يوازې د سوډان اوسني بشري بحران په کمولو کې مرسته وکړي، بلکې پرمختيايي ملګري هېوادونه دې د خلکو د ژوند ضمانت او اقتصادي پرمختګ په شمول برخو کې سوډان ته ملاتړ برابر کړي.