د چين کونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۶مه نېټه د اردن د مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ایمن صفدي په بنلې د منځني ختيځ د حالاتو په اړه د نظريو د تبادلې په پار له نوموړي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
صفدي په خپلو خبرو کې وويل، چې د حماس د سیاسي بيورو د پخواني مشر اسماعیل هنیه په ترور او وژل کېدو سره د منځني ختيځ ترينګلي حالات لا پېچلي شوي دي. د اردن په نظر، د شخړو لا زیاتېدل د هېچا په ګټه نه دی او پایله به يې ډېرو برخو ته زیانونه ورسوي. نړيواله ټولنه بايد د شخړې د لا سختېدو او له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونو د مخنيوي لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي تر څو په غزه کې اوربند ژر رامنځته شي او د دوو هېوادونو لايحې له لارې خپلواک فلسطيني هېواد جوړ شي. صفدي زياته کړه، چې چين د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې په اړه واقعي او برابر دريخ ساتلی. اردن له چين سره دوامدار ارتباط غواړي، هیله او باور لري چې چين به د اوربند په هڅولو کې لا مهم رول ولوبوي.
وانګ يي په ټيلېفوني خبرو کې وويل، چې چين د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې د حل او د منځني ختيځ د سولې لپاره د اردن د هڅو ستاينه کوي او هيله لري، چې له اردن سره تماس او همغږي وساتي او په ګډه اړوندې خواوې وهڅوي، چې د سولې بهیر د خرابولو لپاره ګامونه پورته نه کړي او ژر تر ژره د اوربند خبرې اترې بېرته پيل کړي. چين به د عربي هېوادونو تر څنګ ولاړ پاتې شي، د غزې د دايمي او هراړخيز اوربند لپاره به د ټولو ګټورو اقداماتو ملاتړ وکړي، د شخړې او مقابلې د سختوالي مخه به ونيسي او د منځني ختيځ د حالاتو د ارامېدو لپاره به خدمتونه وکړي.