د اولمپيک شعار ( لا ګړندی، لا لوړ، لا پياوړی او لا متحد) دی، د پاریس اولمپيک هم د ورزشکارانو ترمنځ د ډېرو ښکلیو شېبو شاهد و.
د پینګ پونګ د نارینه او ښځې جوړه لوبې او بریالیو لوبغاړو ته د مډالونو ورکولو په مراسمو کې د چین، کوریا جمهوریت او دیموکراتیکې کوریا لوبغاړو سره یو ځای عکس واخیست. د انټرنیټ شبکې ډېرو اسعتمالوونکو د دې په لیدلو سره وویل، د ختیځې اسیا هېوادونه به په خپل یووالي سره ستر رول ولوبوي.
خو امریکې وغوښتل چې د خپلې تبلغاتي ادارې په وسیله د چینايي لوبغاړو هیلې ماتې کړي چې دې کار نه یوازې پر چیني لوبغاړو ناوړه اغېزه کړې، بلکې د مختلفو لوبغاړو یووالي ته يې هم زیات رسولی دی.
چیني لوبغاړي پان جان له د نارینه وو د سل متره ازادې لامبو په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ او نړیوال ریکارډ یې مات کړی دی. ور پسې هغه له خبریال سره په مرکه کې ویلي، کله چې ده له لوبو مخکې اسټرالیايي لوبغاړي چالمیرس ته سلام وکړ، خو هغه ځواب ور نه کړ. د تمرین پر مهال د امریکې لوبغاړو په عمدي توګه چیني روزونکي ته اوبه ور وشیندلې او هغه يې په اوبو لومد کړ . پان جان له وویل، بهرني لوبغاړي چینايي لوبغاړو ته په سپکه سترګه ګوري. نو هغه ډېر خوشاله دی چې په سیالۍ کې يې د سرو زرو مډال ګټلی او نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی دی.
د ۲۰۲۱م کال د توکیو اولمپيک لوبو پر مهال، د خوړو ککړتیا له امله، د چین د ۲۳ تنو لوبغاړو د ډوپينګ ازموینې مثبتې ثابتې شوې. د تحریکوونکو درملو ضد نړیوالې ادارې تر بشپړې پلټنې وروسته پرېکړه کړې چې چینايي لوبغاړو ته هېڅ سزا ور نه کړي.
له دې پېښې څخه ۳ کاله تېر شول، نړیوالو دا اټکل نه کاوه چې د امریکې څو عمده رسنیو د پاریس اولمپيک لوبو تر پرانیستلو مخکې بیا دغه پېښه یاده کړې او په دې اړه یې لمسوونکې خبرې کړې وې چې د لوېدیځو هېوادونو لوبغاړو هم د دغو خبرو په اورېدو سره د چینايي لوبغاړو پر وړاندې تعصب پيدا کړی.
د لوېديځو هېوادونو رسنیو د نامسوولو خبرو تر ناوړه اغېزې لاندې، ډېرو کسانو دغه واقعیت هېر کړی چې د نارینه وو سل متره ازادې لامبو سیالۍ په اړه نړیوال ریکارډ د چینايي لوبغاړي پان جان له لخوا جوړ شوی. د چین دغه ځوان لوبغاړي په ۲۰۲۳ کال کې۲۹ ځلې د ډوپينګ ازموینې تر سره کړې. د روان کال له مې څخه تر جولای پورې یعنې د پاریس اولمپیک لوبو ته له تللو مخکې ۲۱ ځلې ازموینې منلې. د پاریس اولمپيک لوبو د لوبغاړو په کمپ کې تر استوګنې وروسته یې هم یو لړ ازموینې ورکړې، د ټولو ازموینو نتیجې منفي ثابتې شوې دي.
د چین لوبغاړي پان جان له په صادقانه ډول په خپل پياوړي توان سره بیا د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ، په عین وخت کې یې د نورو هېوادونو لوبغاړو احترام هم تر لاسه کړی دی.
تر سیالۍ وروسته، د استرالیا لوبغاړي چالمیرس په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې له پان جان له سره دوه ګډ عکسونه خپاره کړل او لیکلي یې دي، چې د چیني لوبغاړي پان جان له د سرو زرو مډال د ده حق او واقعیت دی.