د نايجر پوځي حکومت وياند د اګست په ۶مه نېټه د خپل ملي ټلويزيون له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او له نايجر سره يې د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرېکون اعلان کړی دی.
په ياده اعلاميه کې له ترهګرو څخه د اوکراين د ملاتړ سخته غندنه شوې او د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ شوی چې د اوکراين د تېري کوونکو کړنو قضاوت دې وکړي.
د مالي لنډ مهالي حکومت د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د اوکراين د پوځي استخباراتو ارګان د ترهګرو په بريد کې د اوکراين پر لاس لرلو اعتراف کړی او له دې امله د مالي ځواکونو ته د سر او مال سخت زيانونه رسېدلي دي.