وانګ يي د مصر له بهرنيو چارو وزير عبدالعاطي سره ټليفونې خبرې وکړې
CMG2024/08/07 11:05:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۶مه نېټه د مصر د بهرنيو چارو او د کډوالو چارو له وزير عبدالعاطي سره ټليفونې خبرې وکړې.

دواړو خواوو د منځني ختيځ د حالاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه. وانګ يي وويل، چې د حماس د سياسي دفتر  پخوانی رئيس اسماعیل هنیه په تهيران کې ووژل شو او په دې سره د سیمې حالات لا نور خطرناک شوي دي.

پټ قتلونه د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټيز اصل څخه سرغړونه ده، د ايران پر ملي حاکميت او وقار يې تيری کړی، د سولې لپاره د بېلا بېلو خواوو هلې ځلې يې سختې خرابې کړې او په غزه تړانګه کې د اوربند راوستل ځنډېدلي دي. موږ له دې سره ټينګ مخالفت کوو او په کلکه يې غندو.

وانګ يي زياته کړه، چې د غزې په تړانګه کې د شخړو په مسئله کې بايد دوه ګوني معيارونه غوره نه شي. چين د فلسطين مسئلې په هکله هميشنی او څرګند دريځ لري. چين به له عربي هېوادونو سره يووالی پياوړی کړي او د حالاتو د لا سختېدو مخه ونيسو.

عبدالعاطي وويل، مصر د منځني ختيځ د سولې لپاره د چين د مهم رول ستاينه کوي او له چين څخه مننه کوي، چې د فلسطينیانو د داخلي پخلاینې او جوړ جاړي  لپاره يې هڅې کړې او هېله لري ، چې له چين سره نږدې همکارۍ وکړي او د حالاتو د نور هم سختېدو مخه ونيسي.