د افغانستان د احصايې دولتي ادارې د تېر کال عمده شمېرنې خپرې کړې
CMG2024/08/07 18:06:48
شريکول:

د افغانستان د احصايې او معلوماتو دولتي ادارې د اګست په ۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د دغه هېواد د تولید او عوایدو شمېرنې خپرې کړې دي.

شمېرې ښيي، چې تېر کال د افغانستان د کورني تولید عمومي اندازه (GDP) ۱۷ ميليارډه او ۲۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د وړم کال په پرتله ۲.۷ سلنه زياتوالی ښيي. په عین وخت کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵ ميليونه او ۸۰۰ زرو ته رسېدلې، چې ۱۸ ميليونه او ۲۰۰ زره يې نارينه او ۱۷ ميليونه او ۵۰۰ زره يې ښځې دي. له دغه نفوس څخه ۹ ميليونه او ۲۰۰ زره خلک په ښارونو کې اوسېږي او ۲۵ ميليونه یې په کليوالو سيمو کې اوسيږي.

شمېرنې ښيي، تېر کال د افغانستان د غنمو د کروندو اندازه شاوخوا ۲۰۲۳ زره هکتاره وه او حاصلات يې د وړم کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زياتوالی ښيي.  تېر کال  د غلو دانو د توليد اندازه یې ۵ ميليونه او ۲۰۶ زره ټنه وه او د پنبې توليد اندازه ۱۲۲ زره او ۴۵۵ ټنو ته رسېدلې چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله يې په جلا جلا توګه ۱۳.۲ سلنه او ۶۸.۹ سلنه زياتوالی ښيي.