د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د چين کمونېست ګوند د شملې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې د لاسته راوړنو ستاينه وکړه
CMG2024/08/07 16:29:33
شريکول:

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د اګست په ۶مه نېټه په اسلام اباد کې د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې د چين ميډيا ګروپ د اردو ژبې له خبريالې دو جيا نينګ سره ځانګړې مرکه وکړه. نوموړي په دغه مرکه کې وويل، چې د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې د جوړېدو په مناسبت شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام ليږلی. د شهباز شريف په اند، دغه غونډه په بريالۍ توګه تر سره شوې او د غونډې له لاسته راوړنو څخه د شي جين پينګ پراخ لرليد او بصيرت څرګند شوی او پاکستان به ترې هم ګټې واخلي.

شهباز شريف زياته کړه، چې چين د دغه د مشر او د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې او د خلکو د کوښښونو له لارې د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک او دوهم پياوړی پوځي ځواک ګرځېدلی او هغه ستر برياليتوب يې تر لاسه کړی، چې له سلو ميليونو زيات وګړي له بېوزلۍ څخه وتلي او له ګډ شتمنتوب څخه برخمن دي. بر سيره پر دې، چين د توليدي صنعت او علمي ټېکانالوژۍ په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د نړۍ مثبت سرمشق ګرځېدلی دی، چې دا د وړاندې سنجول شوې ستراتيژۍ او نقشې نتيجه ده. د چين پرمختګ د پاکستان لپاره ښه بېلګه برابره کړې.