د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې مشر سیدحن نصرالله د اګست په ۶مه نېټه ويلي، د اسرائيل لخوا د حزب الله د لوړ پوړي پوځي قوماندان فواد شکر پټې وژنې ته به قوي ځواب ورکړي.
د حزب الله يوه ټلويزيون خبر ورکړ، نصرالله په همدې ورځ د فواد شکر په اړه جوړه شوې یاد غونډه کې یادې څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې ځوابي عملياتو لپاره به یا له ايران، يمن او د مقاومت له نورو ځواکونو سره همکاري وکړي يا به په خپله اقدام وکړي.
اسرائيل د جولای په ۳۰مه نېټه د لبنان د پلازمېنې بيروت ته څېرمه جنوبي سیمه کې د حزب الله پر يوې موخې هوايي برید کړی چې له امله يې د دغه ډلې یو مهم قوماندان فواد شکر او پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۷۴ تنه نور ټپيان دي.
( سپوږمۍ)