د فکري خونې د يوه راپور پر بنسټ چې د اګست په ۶مه نېټه په بيجينګ کې خپور شو، د چين هر اړخيزو او ژورو اصلاحاتو د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره نوی انجن رامنځته کړی دی.
ياد راپور «د چيني شکله د عصريتوب لپاره د اصلاحاتو هر اړخيز ژورول: عمده لاسته راوړنې او نړيوال مشارکت» تر عنوان لاندې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د تاريخ او ادبياتو د انسټيټيوټ او سينهوا خبري اژانس له لوري په ګډه جوړ او خپور شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د چين د اصلاحاتو هڅې نه يوازې په دغه هېواد کې په کور دننه د پرمختګونو سبب شوې دي، بلکې نړۍ ته یې هم ګټه رسولې ده. د چين پياوړي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د حکومتولۍ له ښه کېدو سره يو ځای له نړيوال اقتصاد سره خپل ځواک او تجربې شريکې کړي دي.
د نړيوال اقتصاد له پڅې ودې سره هممهاله، چين په دوامداره توګه مثبته انرژي خپروي او له ۲۰۱۲ کال راهيسې یې په نړيوال اقتصاد کې ونډه کال تر بله ډيريږي. په راپور کې ويل شوي چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په نړيواله اقتصادي وده کې د چين د ونډې اوسط په لومړۍ درجه کې راتلو او ټوليزه کچه یې د G7 د ټولو غړو تر ونډې ډيره وه.
په راپور کې دې ته په اشارې سره چې د چين لا ډير مثمر او پياوړی اقتصاد به د نړيوالې اقتصادي ودې پر محرک بدل شي ويل شوي چې په چين کې د اصلاحاتو هر اړخيز ژوروالی د نړيوالې اقتصادي پراختيا سبب شوی دی.
په راپور کې د ټېکنالوژي محوره زرغونو توليداتو لکه د برېښنايي موټرو، سولر پنلونو او ليتيم – يوني بېټريو څخه د بېلګې په توګه يادونه شوې او ويل شوي چې د چين له لوري د يادو توکو صادراتو نه يوازې نړيوال اکمالات تقويه کړي او د انفلاسيون فشار یې کم کړی، زرغونې انرژۍ ته د نړيوال اوښتون له تحقق سره یې هم مرسته کړې ده.
راپور يادونه کړې چې د اصلاحاتو د هر اړخيز ژوروالي په ترڅ کې چين ژمن دی چې ټولشموله او متوازن اقتصادي نړيوالتوب تقويه کړي او د نړيوالو همکاريو لپاره غوره چوکاټ رامنځته کړي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې د کمربند او لارې له وړانديز او د اسيا د زيربنايي پانګونې له بانک څخه تر لويو نړيوالو نندارتونونو لکه د چين د وارداتو تر نړيوال نندارتون او کانټون فېر پورې، د چين فعالو هڅو د نويو را ټوکېدونکو بازارونو او مخ پر ودې هېوادونو غږ اوچت کړی او له هغوی سره یې مرسته کړې چې پراخې پاملرنې د ځانونو پر لور ور واړوي.