کامالا ډيوي هاريس د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ډيموکراټيک ګوند د نوماندې په توګه ټاکل شوې
CMG2024/08/07 15:08:43
شريکول:

د امريکا د ډيموکراټيک ګوند انلاين رايګيري د اګست د پنځمې نېټې په شپه پای ته ورسېده، چې زرګونه استازو يې پکې رايې ورکړې. د دغه ګوند ملي کمېټې د اګست په ۶مه سهار وختي اعلان وکړ، چې د امريکا د ولسمشر مرستيالې کامالا ډيوي هاريس ۹۹٪ رايې تر لاسه کړې او د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د دغه ګوند د رسمي نوماندې په توګه ټاکل شوې ده.

ټاکل شوې، چې د امريکا د ډيموکراټ ګوند ملي کانګرېس د اګست له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې په شيکاګو کې جوړ شي. د اټکل له مخې، هاريس به په دغه کانګرېس کې په رسمي توګه د رسمي کانديدې حيثيت ومني او د خپلې سياسي نظريې په اړه به وينا وکړي.