په دې وروستيو کې د چين د شمال ختيځ په شمول په ځينو ځايونو کې له سختو سيلابونو سره مخ شوی.
د چين د ماليې وزارت او د بيړنيو حالاتو وزارت د اګست په ۶مه نېټه د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي لپاره ۴۶۵ ميليونو يوانو په ارزښت پانګې براترې کړې تر څو د لياو نينګ، جي لين، هې لونګ جيانګ، هو نان، سي چوان او شاان شي ولايتونو او چونګ چينګ ښار د سيلاب ځپلو سيمو له خلکو سره مرستې وکړي، په دغو سيمو کې د فاجعې د قربانیانو د بېرته مېشتېدو لپاره د مناسبو ځایونو برابرېدو هڅه وشي چې په دغو سيمو کې د زیانونو کچه کمه شي او په سيلاب ځپلو سيمو کې د توليد او ژوند حالت ژر عادي شي.