په کابل کې د ۱۱ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د پاور لفټینګ ملي ټیم ته د لار موندنې سیالیو نهم پړاو پیل شوی دی. په دې سیالیو کې به ۱۶۰ لوبغاړي په ٩ وزنونو کې سيالي وکړي او له هر وزن څخه به درې تنه د هېواد ملي لوبډلې ته غوره شي. د دغو سیالیو مسوولین وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به غوره شوي لوبغاړي په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي.
د اړوندو معلوماتو لپاره دا ويډيويي راپور وګورئ!