د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ اعلان وکړ، د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړې استازې، د دولتي شورا غړې شن يي چين به د اګېست له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د پاریس اولمپیک لوبو د پای مراسمو په شمول ځینو فعالیتونو کې ګډون وکړي.
سربیره پر دې، مېرمن شن يي چين به د سربیا حکومت په بلنه د روانې میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه ۱۴مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړي.