د چین څلور کسیز ټیم ځوانو لوبغاړو د پاریس اولمپيک لوبو کې د نارینه وو په ګډه ۴۰۰ متره لامبو وهلو سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه او او د نندارچیانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
دا لومړی ځل دی چې د چین لوبډلې د دې سیالۍ طلايي مډال تر لاسه کړ او له ۴۰ کلونو راهیسې د اول ځل لپاره د امریکې انحصار مات شوی دی.
د سیالۍ په سټیډیوم کې د څو هېوادونو ویاندانو له احساساتو ډکې لهجې د لوبې جزئیات بیانوي، د جاپان ټلویزیون ویاند ویلي، د امریکې، فرانسې یا چین لوبډله به بریالۍ شي؟ چین لومړی مقام نیولی، طلایی مډال تر لاسه کوي. د پورتګال ویاند په لوړ اواز ویلي، د امریکې لوبډله بريالۍ نشوه، له اوږد وخت راهیسې، امریکې په لومړي ځل د دې سیالۍ لومړی مقام له لاسه ورکړ، ایا دا د امریکا لپاره شرم دی؟
د امریکې نشنل بروډکاسټینګ کمپني ویاند په سړه سینه ویلي، د چین غښتلي لوبغاړي لومړی مقام تر لاسه کوي، اوس د امریکې لوبغاړي د نقره يي مډال د ګټلو لپاره هڅې کوي او دوی بریالي شول.
د کوریا جمهوریت د ټلویزیون ویاند ویلي، د چین لوبغاړو امریکايي لوبغاړو ته ماته ورکړه، دا ډېر د حیرانتیا وړ خبره ده.
د چین دغه طلايي مډال ستر اهمیت لري، ځکه امریکا تل د دې سیالۍ اتله پاتې شوې، خو اوس چین دغه مقام ګټلی. د ۱۹۶۰م کال په اولمپيک لوبو کې د نارینه وو په ۴۰۰ متره ګډې لامبو وهلو سیالۍ له شاملېدو راهیسې، امریکا په مجموعي ډول د دې سیالۍ ۱۵ طلايي مډالونه تر لاسه کړل. له ۱۹۸۴م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، امریکا د مسلسلو ۱۰ ځلو لپاره د دې سیالۍ اتله پاتې شوې. د چین لوبغاړو د پاریس په اولمپیک لوبو کې د دې سیالۍ لومړی مقام خپل کړ، له دې څخه نه یوازې د دوی پياوړی توان، بلکې د دوی زړورتوب او ټینګ هوډ څرګندېږي. دا چې په روانو اولمپيک لوبو کې د امریکې لخوا پورته شوې د دوپينګ په اړه بېځایه ادعا پر چیني لوبغاړو ډېرې منفي اغېزې کړې دي.
د امریکې د دوپينګ ضد ادارې او ځینو رسنیو یې د سږ کال له اپریل راهیسې د ۲۳ چیني لوبغاړو په اړه د ککړو خوړو پېښه چې د ۲۰۲۱م کال د توکیو په اولمپیک لوبو کې شوې وه، بیا یاده کړې او څو اړوند جغلي راپورونه یې لیکلي دي. د دوپینګ ضد نړیوالې ادارې (WADA) هغه وخت د دې پېښې تر بشپړې پلټنې وروسته تائید کړې چې چیني لوبغاړي بې ګناه دي. خو د امریکې اړوندې ادارې او د دغه هېواد د رسنیو د ګاګونسو له امله، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د پاریس اولمپيک لوبو تر پرانیستلو پورې، د چین د لامبو وهلو لوبغاړو هر تن په منځنۍ توګه هره ورځ ۲۱ ځلې ازموینې منلې، خو د امریکې لوبغاړو لپاره ازموینې ۶ ځلې او د استراليا لوبغاړو لپاره ۴ ځلې دي.
د ټولو چیني لوبغاړو د ازموینو نتیجې منفي دي.
د اولمپيک د نړیوالې کمېټې د لوبغاړو کمیسیون غړي پاو ګسول څو ورځې مخکې د پاریس اولمپيک لوبو په یوه خبري ناسته کې د چیني لوبغاړو پر وړاندې د دوپینګ زیاتو ازموینو په هکله افسوس څرګند کړ. هغه وویل چې د امریکايي رسنیو راپورونه د شک وړ دي، اړوندې خواوې باید د(WADA)وادا ادارې د صلاحیت او د څارنې سیسټم درناوی وکړي.
د یادولو وړ ده چې په یاده سیالۍ کې بریالیو لوبغاړو ته د جایزو ورکولو په مراسمو کې د ګډ عکس اخیستلو په شېبه کې چیني لوبغاړو وغوښتل چې ناست وي، خو د امریکايي لوبغاړو لخوا يې مخه ونیول شوه، بیا وروسته د امریکې او فرانسې لوبغاړي په لومړي لین کې ناست وو. دوی ویلي چې اتل لوبغاړي باید په ګډ عکس کې د درېدو انتخاب وکړي.
د پاریس اولمپیک لوبو کې د چین لوبغاړي لومړی له سپکاوي سره مخ شول، بیا وروسته ټولو صادقانه مبارکيانې ورکړې او احترام يې ترلاسه کړ، دا د دوی رښتني او پیاوړي توان ښکارندويي کوي.