د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د اګست په ۷مه نېټه معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې د روان کال د جولای تر پايه پورې په چين کې د زيرمه شويو بهرنيو اسعارو اندازه ۳۲۵۶ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او د جون په پرتله يو اعشاريه صفر شپږ سلنه زياته شوې ده.
دغه اندازه د جون په پای کې ۳۴ ميليارډه امريکايي ډالره وه.
د نوموړې ادارې یوه چارواکي ويلي، چې د روان کال په جولای کې د امريکايي ډالرو شاخص ټيټ شوی او د نړۍ د پولي شتمنیو بيې لوړې شوې دي. د يادو دوو عواملو تر اغېزې لاندې د جولای د زيرمه شويو بهرنيو اسعارو اندازه لوړه شوې ده. د چين اقتصاد د ثبات او پرمختګ په حال کې دی او د لوړوالي تمايل يې دوام لري، چې له دې امله د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو ذخيره ثابته ښودل شوې ده.