د تنزانیا د زنګبار ولسمشر حسين مویني پر ځايي وخت د اګست په ۷مه نېټه د لمريزې انرژۍ په اړه د چيني تصديو د يوې پروژې د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.
هغه د چین میډیا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې د چين او افريقا همکاريز فورم د ګډ پرمختګ يو مهم ډګر بللی، د چين او افريقا همکاريز فورم سږنۍ سرمشريزې ته يې ډېره تمه ښودلې او ويلي يې دي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې به د چين له تجربو په استفادې سره خپلو خلکو ته ګټه ورسوي.
مويني هيله وښوده چې د چين او افريقا همکاريز فورم له لارې تانزانيا ته لا زياتې پانګونې راجلب شي او له دغه هېواد څخه يې د چین له مرستې مننه وکړه. افريقا بې له چينه پرمختګ نشي موندلی او چين په دې برخه کې زيات کارونه کړي دي.