د يمن د حوثي وسله والو وياند یحی سریع د اګست په ۷مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، وسله واله ډله يې په همدې ورځ په عدن خليج کې په توغنديو او بېپيلوټه الوتکو د امريکا پر دوو پوځي بيړيو او يوې سوداګريزې بيړۍ بريدونه کړي دي.
نوموړي څرګنده کړه، د امريکا دوه پوځي بيړۍ د دې هڅونه کړې چې د عدن خليج په تېرېدو سره د سور سمندر شمالي خوا ته روانې شي او موخه يې اسرائيل ته خونديتوب برابرول دي.
( سپوږمۍ)