د سي جي ټي ان سروې: نړیوالو په اولمپيک لوبو کې د امریکې لاسوهنې سختې غندلې
CMG2024/08/08 11:21:31
شريکول:

د پاریس اولمپيک لوبو پر مهال د ډوپینګ په پلمه د امریکا لخوا د را پارول شوې ستونزې منفي اغېزې دوام لري او دا کار يې د نړیوالې ټولنې له پراخې نیوکې سره مخ شوی دی.

د چین میډیا ګروپ سي جی ټي ان د یوې سروې د نتیجې له مخې، 95.01 سلنه پوښل شويو کسانو د امریکې دغه عمل سخت غندلی او ويلي يې دي چې امریکا د خپل تسلط ساتلو لپاره په اولمپیک لوبو کې ډاګیزه لاسوهنه کړې. د 96.84 سلنې پوښل شویو خلکو په اند، امریکا د ډوپینګ ضد نړیوالې ادارې احترام نه کوي او داوري او صلاحیت خلاف ورزي کوي. 96.11 سلنه خلکو له مختلفو هېوادونو وغوښتل چې د اولمپیک قوانین مراعات کړي او د ټولو سپورټي لوبو لپاره یو شان او مساوي زمینه برابره کړي.