د روسیې کورسکايا اوبلست ايالت سرپرست مشر د اګست د ۷مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې په سرحدي سيمو کې د جنګي حالاتو د سختېدو له امله په دې ایالت کې سمدستي بېړنی حالت نافذېږي.
نوموړي په همدې ورځ پر ټولنيزې رسنۍ دا خبر ورکړی او و يې ويل، روسيه به د جنګي حالاتو له ارامېدو مخکې په ټولو امکاناتو او لازمو اقداماتو د سيمه ييزو اوسېدونکو امنيت خوندي وساتي.