په نيپال کې د چين سفارت تاييد کړه چې د اګيست په ۷مه نېټه په نيپال کې د يوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۴ چيني وګړي مړه شوي دي.
د چين سفارت له دې پېښې وروسته په لومړي وخت کې د قونسلګرۍ ساتنې اضطراري میکانیزم فعال کړ، یو ځانګړی کاري ټیم یې جوړ کړ، د نيپال له اړوندو څانګو سره يې همغږي کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې اړیکه ونیوله.
په نيپال کې د چين سفارت يو ځل بيا چيني تصديو او چيني اتباعو ته يادونه وکړه چې د باران په موسم کې دې د سيلانۍ خونديتوب ته پاملرنه وکړي.