په ملګرو ملتونو کې د چيني پلاوي لنډ مهالي شارژدافير دای بينګ د اګست په ۷مه نېټه د امنيت شورا په يوه اړونده علني غونډه کې يو ځل بيا په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
ښاغلي دای بينګ ويلي، د غزې روانې شخړې تر اوسه څه باندې د ۳۰۰ ورځو لپاره دوام درلودلی دی چې له امله يې له لس زرو زياتې ښځې وژل شوې او څه د پاسه يو مليون فلسطيني ښځې او ماشومانې له لوږې سره مخ دي. چين يو ځل بيا پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې د نړيوالې ټولنې د اجماع له مخې د امنيت شورا د اړوند پرېکړه ليک په رڼا کې سمدستي اوربند وکړي، بشري ناورينونه ختم کړي او نورو سيمو ته د روانې شخړې د پراخېدو مخنيوی وکړي.