د امريکا متحد ايالتونه د ډوپېنګ تش په نوم موضوع ښکته او پورته کوي. بې بنسټه تورونو یې د نړيوالې ټولنې ډيريدونکې نيوکې را پارولې دي. د CGTN د يوې انلاين نظرپوښتنې ۹۵.۰۱ سلنه ګډونوالو د متحدو ايالتونو له لوري د ورزش په نوم د خپلو مخالفينو ځپل غندلي او په اولمپيکي سياليو کې یې د متحدو ايالتونو پر سلطه پالنې نيوکې کړې دي.
رقابتي سيالۍ يوازې رقابت نه وي، بلکې مقابل لوري او د لوبو اصولو ته درناوی هم وي. د لوبو پر مهال، د ځينو هېوادونو لوبغاړي پر خواله رسنيو پر خپلو سيالانو بې بنسټه تورونه لګوي او بې احترامي یې کوي. په دې تړاو د نظرپوښتنې ۹۴.۹۵ سلنه نړيوالو ګډونوالو باور څرګند کړی چې دغه ډول لوبغاړي بې رحمه دي او د اولمپيکي لوبو روح چې پوهاوی او دوستي ده، نه شي ساتلي. ۹۳.۰۸ سلنه ګډونوالو یې بيا ويلي چې د اولمپيک لوبې يوازې د ګټونکي او بايلونکي د مالومولو لپاره نه دي بلکې د دوستۍ او متقابل درناوي دريځ هم دی.
څه چې د متحدو ايالتونو د ډوپېنګ ضد سازمان او نيويارک ټايمز را برسېره کړي نه يوازې دا چې د عادلانه سيالۍ د اصولو پر خلاف دي بلکې امريکايي سلطه پالنه هم ده. متحد ايالتونه د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان د خپلواکو څېړنو له منلو ډډه کوي او د نورو هېوادونو د لامبو وهنې پر لوبډلو د تش په نوم ډوپېنګ تورونه لګوي. د CGTN د نړيوالې نظرپوښتنې ۹۸.۸۴ سلنه ګډونوالو ويلي چې متحد ايالتونه د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان ته درناوی نه لري او د ياد سازمان واک او پرېکړې ننګونې. ۹۶.۱۱ سلنه نور بيا پر دې باور دي چې ټول هېوادونه بايد د اولمپيک روحيه وساتي په ګډه سره د نړيوالو ورزشي سازمانونو واک او اختيار خوندي کړي او د لوبو لپاره د عادلانه سياليو زمينه برابره کړي.
د روان کال په مارچ مياشت کې د امريکايي منډه وهونکي ایریون نايټون د ډوپېنګ ازموينه مثبته وه. د متحدو ايالتونو د ډوپېنګ ضد سازمان نه يوازې دا چې هغه له لوبو بند نه کړ، بلکې اجازه یې ورکړه چې د پاريس په اولمپيکي سياليو کې ګډون وکړي. ۹۰ سلنه امريکايي لوبغاړي چې په يادو سياليو کې یې ګډون کړی، نه شي کولی چې د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان ټاکلي معيارونه پوره کړي. په نظرپوښتنه کې هم ۹۶.۲۵ سلنه ګډونوالو د ډوپېنګ اړوندو مسايلو کې د متحدو ايالتونو پر دوه ګونو معيارونو نيوکه کړې ده. پر دې سربېره متحدو ايالتونو د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان د مرستو پر بندولو ګواښلی او ترې غوښتي يې دي چې ياد هېواد ته دې د هغوی د مرستو په تناسب د استازولۍ موقف ورکړي. په نظرپوښتنه کې ۹۵.۰۱ سلنه ګډونوالو ويلي چې د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان ګواښل د ورزش په برخه کې د متحدو ايالتونو زورواکي او سلطه پالنه ښيي. ۹۳.۴۵ سلنه نورو بيا ويلي چې د ډوپېنګ موضوع په ډيريدونکي ډول سياسي او د متحدو ايالتونو پر وسيلې بدليدونکې ده چې ياد هېواد ترې په نړيوال سياست او ډيپلوماسۍ کې د سلطه پالنې د پراخولو لپاره کار اخلي.
دغه نظرپوښتنه د CGTN د انګريزي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو پر وېبپاڼو شوې چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۵۲۴۴ تنو پکې ګډون کړی دی.