د ډوپينګ ضد نړيوال سازمان چې مقر يې د کانادا په مونتريل کې دی، پر ځايي وخت د اګست د ۷مې نېټې په شپه يې په يوه اعلاميه کې يوه خبري راپور ته غبرګون ښودلی دی. په دې خبري راپور کې افشا شوي، د ډوپينګ ضد د امريکا ملي ارګان له تېرو څو کلونو راهيسې ډوپينګ منونکو لوبغاړو ته اجازه ورکړې چې په سياليو کې ګډون وکړي او په لږ تر لږه يوه دوسيه کې يې د ډوپينګ منلو اړوندې غیر قانوني کړنې نه دي اعلان کړې او سزا يې نه ده ورکړې.
د ډوپينګ ضد نړيوال سازمان په خپله اعلاميه کې د امريکا يادې کړنې د ډوپينګ ضد له نړيوالو قاعدو او د امريکا له اړوندو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه بللې او ويلي يې دي، نړيوال سازمان هېڅکله امريکا ته اړونده اجازه نه ده ورکړې چې ډوپينګ منونکي لوبغاړي په سياليو کې ګډون کولای شي.