د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اګست په ۷مه نېټه د دغه هېواد پر کورسکايا اوبلست ايالت د اوکرايني ځواکونو بريدونه سختې تحريک کوونکې کړنې بللې دي.
ولسمشر پوټين په همدې ورځ د ياد ايالت حالاتو په اړه جوړې شوې يوې غونډې ته ويلي، اوکرايني ځواکونو په مختلفو ډولو وسلو پر کورسکايا اوبلست ايالت ړانده بريدونه کړي دي، د مثال په توګه پر ملکي کورونو يې توغندي ويشلي دي. پوټين د روسيې له مختلفو سيمو څخه غوښتنه کړې چې کورسکايا اوبلست ايالت ته ملاتړ برابر کړي.
د روسي ځواکونو عمومي درستيز وېسيليويچ ګيراسيموف په همدې ورځ ويلي، اوکرايني ځواکونو د روانې مياشتې په ۶مه نېټه پر کورسکايا اوبلست ايالت بريدونه پيل کړي چې موخه يې پر روسي خاورو اشغال دي.