د جاپان د توکيو برېښنايي تصدۍ د اګست په ۷مه نېټه سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو اتم پړاو عمليات پيل کړي. اټکل شوی، چې دغه عمليات به د اګست تر ۲۵مې نېټې پورې دوام ولري او د پلان له مخې به ۷۸۰۰ ټنه اټومي ککړې اوبه سمندر ته خوشې شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چې د جاپان له يادو کړنو سره د چين مخالف دريځ نه دی بدل شوی. سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشي کېدل د ټولو انسانانو له روغتيا، د ګردې نړۍ له سمندري چاپيريال او نړيوالو عامه ګټو سره اړه لري او ډېر غېر مسوولانه کړنه ده. چين څو څو ځله جاپان ته خپله پاملرنه څرګنده کړې او ورسره يې اړيکې نيولې دي.