د بنګله دېش لنډ مهالی حکومت تاسیس شوی
CMG2024/08/09 15:16:23
شريکول:

د بنګله دېش لنډ مهالي حکومت د اګست په ۸مه نېټه تاسيس شوی، د نوبل د سولې جایزه ګټونکی محمد یونس د دغه حکومت د سر سلاکار په توګه وټاکل شو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۹مه نېټه په دې اړه وويل، چين د بنګله دېش د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو هرکلی کوي. چين تل د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اصول مراعات کوي او د بنګله دېش خپلواکي، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او انکشافي لارې ته درناوی کوي. چين به تل د بنګله دېش په تړاو د ښه ګاونډيتوب تګلاره غوره کړي.