د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د اګست په ۷مه د ایران په غوښتنې سره په سعودي کې یوه ځانګړې غونډه ترسره کړې او ګډونوالو د حماس پخواني مشر اسمعیل هنیه د وژل کېدو او د غزې تړانګې وضعیت په شمول د ځینو تودو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري په همدغه غونډه کې وویل، په تهران کې د اسمعیل هنیه د وژنې له پېښې څخه دا ښکاري، چې اسرائیل د ایران پر حاکمیت او د خاورو بشپړتیا تېری کړی، د سیمې سوله او امنیت یې ګواښلي او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه یې ښکاره سرغړونه کړې. هغه وویل، امنیت شورا باید مجرمینو ته سخته سزا ورکړي.