د چين د دوپينګ یعنې پاروونکو درملو ضد مرکز د اګست په ۸مه نېټه د يو خبر په خپرولو سره غوښتنه وکړه، چې د پاروونکو درملو د مخنيوي له مقرراتو څخه د امريکايي لوبغاړو د سرغړوونکو کړنو د پټولو لپاره د امريکا د پاروونکو درملو د مخنيوي څانګې د ناسمو کړنو قضيه تر خپلواکې پلټنې لاندې ونيول شي.
د چين د دوپینګ ضد مرکز له امريکا کانګرس او د امريکا د پاروونکو درملو د مخنيوي ادارې(USADA) څخه وغوښتل، چې د دوپينګ استعمال په برخه کې د امريکا سختې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او د دغې مسئلې د مخنيوي لپاره دې لا جدي ګامونه پورته کړي. د امريکا د دوپینګ ضد ادارې د نړۍ د پاروونکو درملو د مخنيوي له مقرراتو څخه سرغړونه کړې، نړیوالې ادارې باید پر دغو ناسمو کړنو خپلواکه او جدي پلټنه وکړي.