اسرائيل په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو له بيا پيل سره موافقه کړې
CMG2024/08/09 14:17:43
شريکول:

د اسرائيلو هېواد د لومړي وزیر دفتر د اګست د ۹مې نېټې په سهار وختي وويل، چې اسرائيل په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو له بيا پيل سره موافقه کړې او پلان يې ټاکلی، چې د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه به يو پلاوی ولېږي.

د اسرائيل د خپرې شوې اعلاميې له مخې، دغه پلاوی به د خبرو اترو ځای ته ورسېږي او د چوکاټي تړون د پلي کولو جزييات وټاکي.

د قطر، مصر او امريکا مشرانو د اګست په ۸مه شپه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له اسرائيل او حماس څخه غوښتنه وکړه، چې یو ځل بیا د اګست په ۱۵مه نېټه په دوحه او يا قاهره کې خبرې اترې پيل کړي، څو موجود اختلافات لرې شي او د تړون د پلي کولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.