د چین مېډیا ګروپ خبریال د اګېست په ۸مه نېټه خبر ترلاسه کړ چې د امریکې د ولسمشریزو ټولټاکنو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کامالا هارېس موافقه کړې چې د راتلونکي سپتمبر په ۱۰مه نېټه به د امریکې (ABC) په کوربتوب په مناظره کې ګډون وکړي.
ټرمپ وویل، هغه غواړي په راتلونکي سپتمبر کې په جلا جلا توګه د (Fox) فوکس، (NBC)او(ABC)کې له هارېس سره درې مناظرې تر سره کړي. خو د هارېس ټیم تر اوسه پورې په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.