سي جي ټي ان سروې: خلک د امريکا ډوپینګ ضد اداره په دوه ګوني چلند متهموي
CMG2024/08/09 16:49:13
شريکول:

د چین سي جي ټي ان (CGTN) لخوا خپره شوې آنلاین سروې ښيي چې ۹۵.۵۷ سلنه ځواب ویونکي په دې باور دي چې د امريکا ډوپینګ ضد اداره ممکن په ډوپینګ کې ښکیل امریکایی لوبغاړی پټ کړی.

د سږ کال په تېره مارچ مياشت کې، د امريکا د اسليتيکس (athletics) لوبغاړی ایلیان نیټون په ازموينه کې هغه درمل پيدا شوي چې په کارولو یې بندیز دی، خو د امریکا ډوپینګ ضد ادارې پر دغې پېښې پسې ککړې غوښې تړلې او نوموړي لوبغاړي ته په سیالۍ کې د دوام ګډون یې اجازه ورکړه.

د سي جي ټي ان سروې څه باندې ۹۰ سلنه پوښل شوي خلک په دې باور دي چې د پاریس په اولمپیک کې د نيټون ګډون د سپورټي سیالیو عدالت او معقولیت کمزوری کوي، ۹۶.۵۴ سلنه ځواب ويونکي دا عمل د امريکا لخوا د دوه ګوني معياري چلند په توګه بولي.