په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو اندازه له تېلو کارونکو موټرونو زیاته ده
CMG2024/08/09 14:18:21
شريکول:

د چين د موټرونو ټولنې د بازاري معلوماتو څانګې د اګست په ۸مه نېټه تازه راپور خپور کړ. دغه راپور ښيي، چې په تېره جولای کې د چين په بازار کې د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو اندازه ۵۱.۱٪ سلنه نیولې، د تېلو کارونکو موټرو د خرڅلاو اندازه ۸۴۰ زره او د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو اندازه ۸۷۸ زره وه.

دا چې په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو انډول د تېلو موټرو په پرتله اوښتی دی، د چين د موټري صنعت د اصلاح او پرمختګ ښه بېلګه بلل کېږي او هم په نړۍ کې د موټري صنعت د زرغون اصلاح لپاره اهميت لري.

د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې په چين کې د نوې انرژۍ د موټرونو عمومي توليدي اندازه ۵ ميليونو ته ورسېده او د ۲۰۲۴م کال په جون کې د چين د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو او توليد اندازې دواړې له ۳۰ میليونو څخه زياتې وې.