د ډوپينګ ضد امريکايي سازمان بايد نړۍ ته تشريحات ورکړي
CMG2024/08/09 15:59:01
شريکول:

رويټرز اژانس د اګست په ۷مه نېټه د يوه خبر په خپرولو سره د ډوپينګ ضد د نړیوال او امريکايي سازمانونو ترمنځ له پټ جنجال پرده پورته کړې. دغه خبر وايي، د ډوپينګ ضد امريکايي سازمان له ډوپينګ څخه د ځينو امريکايي لوبغاړو د استفادې حالت پيدا کړی، خو د هغه شرط په بدل يې دغو لوبغاړو ته په سياليو کې د ګډون اجازه ورکړې، چې په پټه دغه سازمان ته له ډوپينګ څخه د نورو لوبغاړو د استفادې په اړه معلومات وړاندې کړي.

د ډوپينګ ضد د امريکايي سازمان لومړي اجرائيه مشر ټراويس ټېګارټ په خپله تازه اعلاميه کې د ډوپينګ ضد د نړیوال سازمان وړاندې معلومات رد نه کړل، خو هغه پر دې ټينګار وکړ، چې دغه سازمان غواړي پر امريکا بې ځايه تور ولګوي.

 د ډوپينګ ضد امريکايي سازمان ولې د دغو سختو سرغړوونکو کړنو په اړه چپ پاتې دي؟ له دغه امريکايي سازمان څخه غوښتنه دا ده، چې مهرباني وکړي نړۍ ته تشريحات ورکړي.