توماس باخ: د اولمپيک نړيواله ټولنه د ډوپېنګ ضد پر نړيوال سازمان پوره باور لري
CMG2024/08/10 10:35:48
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د اګست په ۹مې نېټې د پاريس اولمپيک لوبو مطبوعاتي مرکز په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان (WADA) د ډوپينګ ضد اړوندو چارو کې صلاحيت لرونکی ارګان دی. د اولمپيک نړيواله ټولنه پرې پوره باور لري.

رویټرز خبري اژانس څو ورځې دمخه خبر ورکړ، چې څو داسې لوبغاړي معلوم شوي چې له ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې يې د ډوپينګ ضد له اړوندو قواعدو څخه سرغړونې تر سره کړې، خو د ډوپېنګ ضد د امريکا ملي ارګان په مختلفو سياليو کې دوی ته بیا هم د ګډون اجازه ورکړې ده.

د ډوپېنګ ضد نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د امريکا اړوند ارګان پر نورو د تور لګولو په عين وخت خپلې ناسمې کړنې پټې کړې او حتی په سياليو کې يې له اړوندو قواعدو څخه د يوه لوی سرغړونکي لوبغاړي د ګډون منع هم نه ده کړې.

( سپوږمۍ)