ایا ايران د دفاع حق نه لري، خو اسرائيل یې لري؟
CMG2024/08/10 15:44:45
شريکول:

څه موده مخکې يوه خبريال په يوه خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له وياند ماتهيو ميلير څخه دا پوښتنه کړې چې امريکا د اسرائيل له دفاعي حق څخه ملاتړ کوي، خو ولې ايران دغه حق نه لري؟ وياند ميلير ورته د يوه څرګند دوه ګوني معيار پر بنسټ ځواب ورکړ او دا يې رد کړ، چې ايران د ځان د دفاع حق لري او ويې ويل چې د ايران حالت له اسرائيل سره يو شان نه دی او د دغه هېواد دفاعي عمليات خلکو او سيمه یيزو هېوادونو ته زيانونه رسوي.

خو خبريال يادونه کړې، چې د جولای په ۲۷مه نېټه پر ګولان لوړې په بريد کې د دوولسو تنو له وژلو وروسته امريکا پر دې ټينګار کړی، چې اسرائيل د ځان د دفاع حق لري. ميلير په دې اړه هېڅ نه ويل او يوازې دا يې تکرار کړه، چې د ايران احتمالي فعاليتونه به دې سيمې او خلکو ته هېڅ ګټې ونه رسوي او له کنټرول څخه د سيمه ييز وضعيت د وتلو سبب ښايي وګرځي. یانې امريکا دا نظر لري، چې په نړيوال سياسي ډګر کې د اسرائيل د ځان دفاع حق د نورو هېوادونو په نسبت مشروع او قانونی دی.

په حقيقت کې د ايران او د ځينو سيمه یيزو هېوادونو تر منځ په جنجالونو کې امريکا تل دوه ګوني معيارونه غوره کوي.

د اپرېل په پيل کې په سوريې کې د ایران سفارت له يو بريد سره مخ شو، روسیې د ملګرو ملتونو امنيت شورا لپاره د دې بريد د غندلو اعلاميه طرحه کړه، خو دغه اعلاميه په اخر کې د امريکا په شمول د نورو لوېديځو هېوادونو د مخنيوي له امله نه ده خپره شوې. خو له دې وروسته چې ايران د اسرائيل په وړاندې غچ واخيست، امريکا څرګنده کړه، چې امنيت شورا نه شي کولی د ايران کړنې له پامه وغورځوي.

کله چې اسرائيل په خپل سر په عملياتو لاس پورې کوي، امريکا مخه يې نه نيسي، خو که دا عمليات د غچ اخيستلو په پار تر سره کېږي، امريکا له اسرائيلو څخه د ځان د دفاع ملاتړ کوي. خو که همدې چارې په ايران او یا نورو هېوادونو کې رامنځته شي، امريکا به پر ايران غږ وکړي، چې زغم وساتي او دغه پلمې به وکاروي، چې له کنټرول څخه د سيمه ييزو حالاتو د وتلو مخه دې ونيسي، ثبات دې وساتي او يا دا به د خلکو په ګټې نه وي. که خلک په پوره او تمام حالت نه پوهېږي، ښايي دا نظر به ولري، چې امريکا عادلانه دريځ غوره کوي.

ويل کېږي چې د فلسطين او اسرائيل مسئلې د دوام پاتې کېدو بنسټيز لامل دا دی، چې د امريکا په مشرۍ لوېديځو هېوادونو له اسرائيلو څخه يو اړخيز ملاتړ کړی دی.

له اوږدې مودې راهيسې، د امريکا د هرې دورې حکومتونه په منځني ختيځ کې د تسلط د ساتنې او د هېواد په دننه کې د سياسي اړتياوو لپاره اسرائيل د تر ټولو مهم ملګري په حیث ګوري او د دواړو هېوادونو پر ځانګړو اړيکو يې ټينګار کړی دی. په ۱۹۷۳م کال کې د منځني ختيځ څلورمې جګړې په شمول نظامي نښتو کې امريکا تل بې له شرطه له اسرائيلو څخه ډيپلوماتيک ملاتړ کړی او ور ته يې پوځي مرستې برابرې کړې دي. د ۲۰۲۳م کال تر پايه امريکا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې ۸۹ لايحې ويتو کړې، چې پکې ۴۵ په اسرائيل پورې اړه لري او ۳۳ يې پر فلسطيني ځمکو د اسرائيل د اشغال او يا له فلسطينيانو سره د اسرائيل د چلند په باره کې دي.

د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روانې شخړې له پيلېدو نه د اګست تر ۵مې نېټې پورې د غزې په تړانګې کې د اسرائيل په پوځي فعاليتونو کې ۳۹۶۲۳تنه فلسطينيان ووژل شول او ۹۱۴۶۹تنه نور ټپيان شوي دي. د غزې تړانګه په سخت بشري ناورین کې ډوب شوې ده. امريکا يوازې په خوله د غزې له بشري حقونو څخه ملاتړ کوي، خو په عمل کې تل له اسرائيلو سره پوځي مرستې کوي.

د امريکا د دفاع وزارت د حماس پخواني مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته اعلان کړی، چې منځني ختيځ ته لا زياتې جنګي الوتکې او نظامي بېړۍ ولېږي، څو له اسرائيلو څخه ملاتړ وکړي.

که امريکا د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې د ارامولو رښيتنی ارمان لري، نو دا کار به وکړي چې له اسرائيل سره خپلې نظامي مرستې بندې يا کمې کړي. مګر د امريکا هميشنۍ کړنې دا ښيي، هر څنګه چې حالات بدلېږي، امريکا به د اسرائيلو تر څنګ ولاړ پاتې وي. نو دا د حيرانتیا وړ نه ده، چې ولې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند ميلير د دوه ګونو معيارونو نظريې خپرې کړې دي.