روسيې او اوکراين يو پر بل د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي
CMG2024/08/10 10:33:44
شريکول:

روسيې او اوکراين د اګست په ۸مه او ۹مه نېټه يو پر بل د بې پيلوټه الوتکو زيات بريدونه کړي چې دواړو خواوو ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتي دي.

د روسيې د ملي دفاع وزارت د اګست په ۹مې نېټې پر ټولنيزې رسنۍ خبر ورکړ، چې اوکرايني ځواکونو د روانې مياشتې د ۸مې نېټې له شپې نه د ۹مې نېټې تر سهار وختي پورې د روسيې په دننه پر زياتو موخو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي. روسي لوري په څو ايالتونو کې ټولټال د ۷۵ اوکرايني بې پيلوټه الوتکو مخنيوی کړی او د تور سمندر په اوبو کې د اوکراين ۷ بې له چلوونکي کښتۍ ويجاړې کړې چې د کريميان ټاپووزمې پر لور د تګ په حال کې وې. 

د اوکراين هوايي ځواکونو د اګست په ۹مې نېټې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د ۲۷ بې پيلوټه الوتکو په لېږلو سره د اوکراين پر ۷ سيمو بريدونه کړي، خو يادې ټولې بې پيلوټه الوتکې له منځه تللې دي.