د چين د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۹مې نېټې خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد خدماتي سوداګرۍ چټک پرمختګ موندلی چې صادراتي او وارداتي ارزښت يې ۳۵۹۸ میليارده او ۳۰میليونه يوانو ته رسېدلی دی. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالی ښيي.
د اړوندو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ صادراتي ارزښت ۱۴۶۷میليارده او ۵۸۰ میليونه يوانه دی چې ۱۰.۷ سلنه زیاتوالی يې موندلی او وارداتي ارزښت يې ۲۱۳۰ میليارده او ۴۵۰ میليونه يوانه ښودلي چې د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۱۶.۴سلنه زيات شوی دی. دغه راز د خدماتي سوداګرۍ مثبت بيلانس ۶۶۲میليارده او ۸۷۰ میليونه يوانو ته رسېدلی دی.