د نوبل د اقتصاد برخې جایزې ګټونکی ايريک مسکېن د بنسټيزو علومو په دوهم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په ترڅ کې د چين ميډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله.
نوموړي په دې مرکه کې په ټولنيز پرمختګ کې د بنسټيزو علومو د رول، د چیني ځانګړتيا لرونکي عصري کېدو په تړاو د اقتصادي اصولو او د AI یا مصنوعي ځیرکتیا په ګډون د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د رامنځته شويو فرصتونو او ننګونو په باب خپلې نظريې شریکې کړې.