د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اګست په ۹مې نېټې ويلي، چين په همدې ورځ د برقي موټرو چارو د پرمختګ او د زرغونې اقتصادي همکارۍ د پرمخ بېولو په پار د خپلو برقي موټرو پر ضد د اروپايي ټولنې اقداماتو په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوا وړاندې کړه.
د نوموړي په خبره، د اروپايي ټولنې اړوند ابتدايي قضاوت له واقعيتونو سره سمون نه لري او هم قانوني بنسټه نلري، او دا د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو قواعدو څخه سرغړونه ده او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې نړيوالو همکاريو ته زيانونه رسوي.
نوموړي زياته کړه، اروپايي ټولنه بايد سمدستي خپلې ناسمې کړنې سمې کړي او له چين سره په ګډه اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او د برقي موټرو د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات وساتي.