مالي: د سويډن سفيره بايد په ۷۲ ساعتونو کې ووځي
CMG2024/08/10 10:42:26
شريکول:

د مالي د ډيپلوماتيکو چارو او نړيوالو همکاريو وزارت د اګست په ۹مې نېټې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د سويډن له سفيرې کريستينا جونير څخه يې په ۷۲ ساعتونو کې له مالي څخه د وتلو غوښتنه کړې ده.

د سويډن د بهرنۍ سوداګرۍ او نړيوال پرمختيايي همکارۍ وزير جان فوسير د روانې میاشتې په ۷مې نېټې پر يوې ټولنيزې رسنۍ له روسيې څخه د ملاتړ له امله پر مالي نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د سويډن حکومت به په روان کال کې په تدريجي توګه له دغه هېواد سره خپلې مرستې لغوه کړي.

د مالي ډ ډيپلوماتيکو چارو او نړيوالو همکاريو وزارت په همدې ورځ د ښاغلي جان فوسير يادو څرګندونو ته په ځواب کې سفيره جونير ورغوښتې او غږ يې پرې کړی چې هغه بايد په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې له مالي څخه ووځي.

( سپوږمۍ)