د حماس رسنيز دفتر د اګست په ۱۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د غزې ښار پر يو ښوونځي بمبار کړی چې له امله يې له سلو زيات کسان وژل شوي او لس ګونه تنه نور ټپيان دي.
د فلسطين د غزې تړانګې طبي څانګې د روانې مياشتې په ۸مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د تېر کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له پيل راهيسې په غزې تړانګه کې د اسرائيل په پوځي عملياتو کې څه باندې ۳۹ زره فلسطينيان وژل شوي او له ۹۱ زرو زيات ټپيان دي.